د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د اسلامي امارت له لوري د یوه امریکایي زنداني وګړي ازادول د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د یو اساسي خنډ لرې کول دي.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت تېره ورځ (یکشنبه، د تلې ۶مه) د امیر امیري په نوم یو امریکایي وګړی له زندان څخه ازاد کړ.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ له امریکایې پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د امیر امیري په نامه امریکايي تبعه له بند څخه ازاد کړ او د افغانستان حکومت د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې څخه نه ګوري. دغهراز په ډاگه کوي، چې د ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل لپاره لارې چارې موندل کېدلای شي.

