د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، چې تېره اونۍ (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سنبلې له ۲۸مې څخه د مېزان تر ۳مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره او ۱۷۹ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
په دې توکو کې د حیرتان بندر له لارې ۷۳ زره او ۸۰ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۴ زره او ۵۲۷ ټنه، د تور غونډۍ بندر له لارې ۱۶ زره او ۷۷۴ ټنه او د هرات-خواف له لارې ۹ زره او ۷۹۸ ټنه لېږدول شوي دي. ټولټال ۱۰۴ زره او ۱۷۹ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، چې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي. تېره اونۍ ۱۹۳ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځانبسياينې ته لاره هواریږي.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد-رالېږد بهیر روان او چټک وساتي.

