ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نږدې ۱۵ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۱۴ زره او ۸۲۹ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۴۲۰ ښځینه‌وو په ګډون ۸ زره او ۹۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۰۳ ښځینه‌وو په ګډون ۶ زره او ۷۳۳ نور له هېواده وتلي دي.

له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۷ زره او ۹۷۵ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۱۲۱ نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې ۱۳۱۵ د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور چې ۶ زره او ۷۸۱ تنه کېږي، د کار او زده‌کړو په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (۵ زره او ۴۶) بهرني وګړي د نیمروز بندر او ورپسې ۸۰۵ د هرات له هوايي ‌ډګر او بندرونو، ۵۲۴ تنه د تورخم بندر، ۳۵۰ د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر او ۳۲۶ نور د فاریاب آقینې بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.