ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۴/۵ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۷/۶هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۱۴۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۶۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲۸) کورنیو سره مجموعًا (۹۱۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۸)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۵۳۷)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه (۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱)تنه و، هرات او فراه ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۲۰۰۰۰) کرایه ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷)کورنیو سره مجموعًا (۱۳۶۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۳۲۳)تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۲۵)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۴۲۴)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۷۹)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۳۲۵)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۸۳۲)تنه و، کندهار، هرات، زابل، هلمند، میدان‌وردګ، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۲۰۳۱۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۱۵)کورنیو سره مجموعًا (۳۳۷۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۶۵۹۸)خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

مخابرات: په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۳۵۶)عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۴۸۸)کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۲۵۳۸)تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۴۹۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۸۲)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۶۰۱۲۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۴۳)کورنیو سره مجموعًا (۴۵۹۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۲۳)عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هلمند

بهرامچه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې (۱۱۱)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۴۲)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د هلمند له بهرامچې څخه (۲۸)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲۴)تنه و، نیمروز ولایت، دیشو، بینادر، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۱۲۰۷۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷۹)کورنیو سره مجموعًا (۹۸۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۳۴۱)‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۰۳)تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، تخار، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۱۷۵۳۵۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال: (۱۱۹۲)کورنۍ او (۶۳۴۸)افراد

لېږدول شـوي کډوال: (۱۱۸۷)کورنۍ او (۶۴۵۲)افراد

مرسته شوي کډوال: (۱۲۶۵)کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۱۰۴)عــــدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا