د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، چې اوکراین ته د تاماهاک کروز توغندیو لېږل به د جګړې توازن بدل نکړي او روسیه دا وړتیا لري، چې له منځه یې یوسي.
نوموړي زیاته کړې، دغه اقدام به د روسیې او امریکا ترمنځ کړکېچ لا زیات کړي.
همدار راز د روسیې ولسمشر د اروپايي ټولنې په مشرانو نیوکه کړې او ترې غوښتي یې دي، چې د کړکېچ زیاتېدو پر ځای د اروپا سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

