ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ماشومانو لپاره يو مجهز کتابتون جوړ شوی

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست په هلو ځلو جاپان هېواد د ۱۳۵ زره ډالرو په لګښت د ماشومانو لپاره د يو مجهز کتابتون جوړ شوی.

د پرانستې په مراسمو کې د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د دې ولایت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو، مخورو او ځايي اوسېدونکو ګډون درلود.

د ننګرهار مرستال والي د شانتي رضاکارې ټولنې له مسولينواو د جاپان هېواد له دولت مننه کړې او ویلي يي دي، د ماشومانو لپاره د يو کتابتون پرانیستنه د خوشحالۍ او وياړ ځای دی.

نوموړي زیاته کړې؛ دا کتابتون به هم د عامه کتابتون په شان د ماشومانو پرمخ خلاص او دريو تنو استادانو له لوري به ماشومانو ته پکې زده کړې ورکول کېږي.

د يادې ادارې استازي انجينر عنايت الله ویلي؛ دغه کتابتون، په دوه بسوې او پنځه څلوېښت متره مربع ځمکه کې په اساسي ډول جوړ شوی، د ودانۍ ترڅنګ پکې د کتابتون ټول اړين توکي او کتابونه په پام کې نيول شوي.