د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف ټلیفوني خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې خبرو کې دواړو وزیرانو د افغانستان او ترکمنستان په سیاسي او اقتصادي اړیکو د بحث سربېره، د ټاپي پروژې روانې چارې مثبتې وارزولې او په نږدې راتلونکي کې یې په بېلابېلو برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه.
همداراز دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا په موخه، د ناستو او مشورو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

