ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پنجشېر والي: یوازینی ملت چې په هر دور کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې په یووالي را ټول شوي افغانان دي

پنجشېر کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري جوړه شوې غونډه کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو قومي مشرانو، ځوانانو او علمای کرامو سربېره د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د هغمږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رییس شیخ حضرت ولي حقاني، مل پلاوي، د پنجشېر والي محمداغا حکیم، ګڼو مسولینو او د رسینو استازو ګډون درلود.

د پنجشېر والي ویلي، افغانان یوازینی ملت دی چې د چا غلامي نه مني او په هر دور کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې په یووالي را ټول شوي دي.

قومي مشرانو ویلي؛ ټول افغانان نور له جنګه ستړي دي، د افغانانو روښانه راتلونکې لپاره په کار ده چې نور د هیچا په وعدو او خبرو ونه غولېږي.

نوموړو له اسلامي امارت څخه خوښ دي، چې د خلکو امنیت په ساتنې ته یې پوره پاملرنه کړې.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ویلي؛ خپلواکي او امنیت پخپله نه راځي، بلکې دا د همدې ولسونو او نظام لاسته راوړنه ده او د هېواد ټول وګړي ورته یو شان ارزښت لري.

د جرګو رییس قومونو ته په اشارې سره ویلي، د افغانستان متدین او باتور خلک به هیڅ قدرت ته اجازه ور نکړي چې د دې هېواد فرهنګ او قربانیو ته په سپکه سترګه وګوري.