د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت په خوشي ولسوالي کې د ابتک بند له ساحې څخه لیدنه کړې.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد بند له ساحې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې دغه ساحه د خپل طبیعي جوړښت او موقعیت له کبله د بند جوړېدلو ته برابره ده او زیاته یې کړه، چې په لږ لګښت سره دلته بند جوړېدلای شي.
ملا عبداللطیف منصور لوګر ته د خپل سفر په بهیر کې د یاد ولایت له مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع سره لیدنه کړې او په دغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پروژو اړوند موضوعاتو باندې خبرې کړي.
همداراز ښاغلي منصور د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې له رییس ملا محمد اسمعیل اخوندزاده او کارمندانو سره هم لیدنه کړې او د یادې حوزې کارمندان یې په خپلو دندو او د خلکو د خدمت په لاره کې اخلاص ، صداقت او امانتدارۍ ته هڅولي دي.

