د افغانستان برېښنا شرکت او د ترکمنستان پلاوي ترمنځ د برېښنا انرژۍ په سکټور کې د همکاریو په محور د دویمې ورځې تخنیکي ناسته په کابل کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د دې ګدې تخنیکي ناستې په دویمه ورځ له ترکمن پلاوي سره د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا لېږد پروژې (TAP)، د ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد مزي، د کرکي-کابل ۵۰۰ کیلوولټ لېږد مزي، د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ او د جوزجان د خماب او قرقین ولسوالیو د برېښنا رسونې او نورو ګډو پروژو په اړه خبرې کړې دي.
دغهراز د ترکمنستان برېښنا د نړیوالو پروژو عمومي رییس ښاغلي مراد ارتیکوف، د پروژو په برخه کې د برېښنا شرکت له تخنیکي همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې دا بهیر به د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژۍ په برخه کې لا ډېرې ګډې همکارۍ پیاوړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ناسته به نن پنجشنبه د برېښنا برخه کې د پروتوکول په لاسلیک پای ته ورسېږي.

