د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د هاکي ملي فدراسیون لس کسېزې ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه عمان هېواد ته سفر وکړ.
دغه سیالۍ چې په عمان هېواد کې ترسره کېږي، افغان لوبډله به خپله لومړنۍ لوبه سبا له قزاقستان سره ترسره کړي.
تمه ده چې په دغو سیالیو کې به افغانستان په خپل ګروپ کې له قزاقستان، هانګ کانګ، ایران او اندونیزیا سره سیالۍ ترسره کړي.

