د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو څخه د ملاتړ او هغوی سره د مرستو په موخه د (HHRD) موسسې سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
یاد هوکړه لیکونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان ریاست وارسي کوونکي قاری شریف الله ګلزاد او د (دست های کمک برای پیشرفت و کمک) یا HHRD موسسې رییس عبیدالله فیصل تر منځ لاسلیک شول چې د یو هوکړه لیک له مخې به د بدخشان، بلخ، فراه او ننګرهار ولايتونو ۳۳۰ تنو معلولیت لرونکو وګړو ته ويلچيرونه ووېشل شي.
په دویم هوکړه لیک کې د شهیدانو د وارثینو او معلولینو لپاره د معیشت او خوراکي خوندیتوب د بدیل پروګرام پلي کول شامل دي، چې د هغه له مخې به په کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د حرفوي زده کړو، د خوړو خوندیتوب او د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د اقتصادي ځان بساینې زمینه برابره شي.
د يادونې وړ ده، چې د يادو شویو تړونونو ټوليز ارزښت ۳۴۲ زره او۵۰۰ امريکايي ډالر دى، چې په راتلونکو میاشتو کې پلي شي.

