ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د تحریک لبیک ګوند پر لاریون کوونکو د ډزو له امله خواشیني څرګنده کړې

اسلامي امارت د پاکستان پوځ له لوري د تحریک لبیک ګوند پر لاریون کوونکو مخامخ ډزو او بریدونو له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

 د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د یوې بیانیې په خپرولو سره د وژل شویو له کورنیو او ټول پاکستاني ملت سره خپله خواخوږي شریکه کړې او ټپيانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.

ښاغلي مجاهد پر پاکستاني حکومت او حاکم اړخ غږ کړی، چې د خپلو خلکو پر وړاندې نور زور زیاتی ونه کړي او ستونزې د خبرو او مفاهمې له لارې حل کړي.

پر لاریون کوونکو بریدونه داسې مهال شوي، چې غوښتل یې اعتراض تر اسلام اباد پورې ورسوي او د هغه هېواد له قانون سره سم لاریونونه وکړي.