ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد نبي عمري: د غرب په منفي تبلیغاتو باور مه کوئ، راشئ د افغانستان حالت له نیږدې و څارئ

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي استازي له مشاور سره لیدنه کړې.

ځانګړي همغږي کوونکي مشاور اندریو د ملګرو ملتونو په اډانه کې د افغانستان په اړه د موجوده هېوادونو د استازو په نظرونو او د افغانستان له حکومت سره په پوره همغږۍ د هېوادونو د ټینګار معلومات له لومړي مرستیال سره شریک کړي.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال نوموړو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، د اسلامي امارت ځواکونه په هر ډول شرایطو کې د هېوادوالو سر او مال خوندي کولو ته ژمن دي.

مولوي محمد نبي عمري د غرب منفي تبلیغاتو ته په اشارې سره ویلي، هر څوک چې غواړي د افغانستان له حالت څخه خبر شي باید راشي او دلته حالت له نیږدې وڅاري.

لومړي مرستیال دغه راز د ټولې نړی سره پر ښه او مثبت تعامل ټینګار کړی او له دوی یې هم د متقابلې همکارۍ او باور غوښتنه کړې.

راغلي پلاوي د کورنیو چارو وزارت له کړنو خوښي ښودلې او د هر راز همکاریو ډاډ یې څرګند کړی.