د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې جمهوریت سفیر جهاد ارګینای سره د مخه ښې لیدنه کړې.
د ترکیې سفیر په افغانستان کې له خپل ماموریت خوښي ښودلې او ویلي يي دي، په تېرو دوه نیمو کالو کې له اسلامي امارت سره په کار خوښ یم او تل زموږ لومړیتوب د افغانانو نېکمرغي او سعادت وو.
نوموړي له اسلامي امارت څخه په افغانستان کې د ترکیې د سفارت او قونسلګریو د امنیت د تامین مننه کړې او ټينګار یې کړی، چې له افغانستان سره به په راتلونکي کې زموږ مرستې او همکارۍ زیاتې شي.
جهاد ارګینای ویلي، اوس د افغانستان او ترکیې سوداګریزې اړیکې د کال ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي او هیله من یوو چې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزي راکړې ورکړې یو میلیارد ته زیاتې شي.
د ښاغلي ارګینای په وینا، چې د ترکیې تاجران او پانګوال یې تل په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي جهاد ارګینای ته په راتلونکو ماموریتونو کې د بریا هیلې څرګندولو ترڅنګ ویلي، د افغانانو او ترکیې دوستي پخوانۍ او صمیمي ده او زموږ هېوادونو تل نېک او ښه مناسبات لرلي دي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت له ترکیې سره په سیاسي، اقتصادي، تجارتي، تعلیمي او تحصیلي برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا هرکلی کړی او ویلي يي دي، هیله مند یو چې افغان تاجرانو ته د ویزو په ورکړه کې زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
مولوي عبدالسلام حنفي هیله څرګنده کړې؛ چې په افغانستان کې اقتصادي او پراختیایي پروژې ترسره شي، ترڅو افغان ځوانان په کور دننه په کار بوخت شي او د خپل هېواد په ابادولو کې ونډه واخلي.

