ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اوسنی حکومت به افغانانو ته خورا ګټور ثابت شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ له قومي مخورو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

قومي مشرانو او مجاهدینو ویلي، د حکومت او ولس ترمنځ واټن نشته، خو د اسلامي نظام ضد کړۍ تل د اسلامي امارت خلاف ناوړه تبلیغات کوي.

د نوموړو په وینا، ټول افغان قومونه د نظام د ټېنګښت او دوام لپاره یو شان نظر لري.

د تڼیو قومي مشرانو د اسلامي امارت له لوري د هېواد د متوازن انکشاف له امله مننه کړې او زیاته کړې یې ده، د حکومت په هڅو توپیري چلند له منځه تللی او په انکشافي پروژو کې ټولو سیمو ته مساوي ونډه ورکړل شوې ده.

مخورو د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د سړک رغاولو، د ځنګلونو د پالنې او روغتیايي خدماتو ته د لاس رسي غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال قومي مخورو او مجاهدینو ته ویلي، اسلامي امارت خپلو موخو ته د رسیدو په حال کې دی او اوسنی حکومت به افغانانو ته خورا ګټور ثابت شي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، قومي مشران او مجاهدین کولای شي د حکومت او ولس ترمنځ همغږۍ او د همکاریو پراخېدو ته لاره هواره کړي او اسلامي امارت په دې برخه کې د ټولو قومي مخورو او هېوادوالو د هڅو مننه کوي.

 نوموړي ویلي، د اسلامي امارت بودیجه د متوازن انکشاف پر اساس تنظیم او د ولسونو غوښتنو ته په کې لومړیتوب ورکول کېږي.