ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مس عینک پروژې د استخراج نوې طرحې لپاره د MCC کمپنۍ له لوري معلومات وړاندې شوي

د لوګر ولايت د مس عينک کان کېندنې فعاليتونو پر چټکتیا, د مرکزي او لودیځ مس عينک د استخراج لپاره د نوې طرحې جوړېدل د MCC کمپنۍ عمومي رییس او مل پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرانو سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې د MCC کمپنۍ عمومي رییس د مس عینک لپاره د نوې طرحې جوړېدل يې د پریزنټیشن له لارې وړاندې کړه. 
د یادې طرحې په تطبیق سره به ډېر ژر عملي کار پیل شي او د اقتصادي پیاوړتیا او همدارنګه افغانانوته به د کار زمینه برابره شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې پروژې ارزښت لپاره غوښتنې او نظریات اوریدلي او غوښتنه یې کړې، چې د یادې پروژې کار دې ژر پیل شي.