ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد اقتصادي پرمختګ په پار د اووه لویو کانونو استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک شوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت او ګټونکو شرکتونو ترمنځ د ۶.۵ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د ۷ لویو کانونو قراردادونه لاسلیک شوي.

د یادو کانونو له جملې څخه د تخار ولایت سمتي طلا د ۳۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت چاینا او زړور افغانستان شرکتونو ته پینځه کلونو په موده، مس عینک دوه د ۴۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت تویار خصوصي شرکت ته د ۳۰ کالو په موده، سرب و جست غور دویم بلاک د ۵۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت افغان اینویسټ او ابیکو شرکتونو ته د ۳۰ کالو په موده، غوریان اول بلاک د اوسپنې کان د ۲.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت وطن درخشان، سازه های صنعتی آذارن او د ملي پراختیا شرکتونو ته د ۳۰ کالو په موده، غوریان دوهم بلاک د اوسپنې کان د ۸۷۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د ساحل شرق میانه، ایپیکول ترکي او دره نور شرکتونو ته ۳۰ کالو په موده، غوریان دریم بلاک د اوسپنې کان د ۵۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د شمش ملي او جي بي اېم بریټانوي شرکتونو ته د ۳۰ کالو په موده او د غوریان څلورم بلاک د اوسپنې کان د یو میلیارد او ۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د باختر فولاد، احیا سپاهان او پارسیان ایراني شرکتونو ته د ۳۰ کالو په موده کې په قرارداد ورکړل شوي.

د یادولو وړ ده چې د یادو اووه قراردادونو د چارو ترسره کولو لپاره په مجموعي ډول شپږ میلیارده او ۵۵۷ میلیونه ډالره پانګونه کېږي، چې زرګونو کسانو ته به کاري زمینه مساعده او د هېواد په اقتصادي وضعیت کې به د پام وړ ښه والی ورسره راشي.