د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اسلامي همکاريو د سازمان د علماوو له پلاوي سره لیدنه کړې.
د اسلامي همکاریو سازمان د علماوو پلاوي د اسلامي امارت له مېلمه پالنې په مننې ویلي، په افغانستان کې د ډاډمن امنیت له امله دوی وکولای شول چې په ډاډه زړه لیدنې ولري او خپلې چارې ترسره کړي.
یادو علماو چې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو اوسېدونکي دي زیاته کړې، اسلامي نړۍ د افغانستان تلپاتې ثبات غواړي او د جګړي پلوي نه ده.
دوی همدارنګه په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه بې سارې او اغېزمنه یاده کړې او ټینګار یې کړی، چې پر دغو پرمختګونو باید نړۍ اعتراف وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلامي همکاریو د سازمان علماوو ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د اسلامي امارت مبازره د اشغال د ختمولو او اسلامي نظام د راتګ په موخه وه، چې اوس دغو دواړو موخو ته رسیدلی دی.
د مولوي عبدالکبیر په وینا، په افغانستان کې جګړه ختمه شوې، ژبني، قومي او مذهبي نفاق ته ځای نشته او افغان خاوره د قوي اسلامي نظام له لوري اداره کیږي.
سیاسي مرستیال یادونه کړې، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.
دا مهال د افغانستان اسلامي امارت د سالم سیاست له امله افغانستان له یو شمېر دولتونو سره ښې سیاسي او تجارتي اړیکې لري.

