ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

‏د مالیزیا له لومړي وزیر سره د رییس الوزرا ټیلیفوني خبرې؛ د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم پر نقض خبرې شوي



د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا هېواد لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره ټیلیفوني خبرې کړي.

په دې خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د نقض په تړاو خبرې شوې دي.

رییس الوزرا د اسلامي امارت اصولي دريځ بیان کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی بلکې پاکستان د افغانستان حریم پر نقض کولو جګړه پیل کړې ده.

ملا محمد حسن اخوند څرګنده کړه، چې د ملي دفاع وزیر په مشرۍ په دوحه کې له پاکستاني لوري سره خبرې روانې دي او موږ هغو خبرو ته د درناوي له مخې پایلې ته په تمه یو.

ورته مهال د مالیزیا لومړي وزیر د افغانستان او پاکستان تر جګړې وروسته په خبرو خوښي ښودلې او د ډیپلوماسۍ له لارې یې د ستونزې پر حل ټینګار کړی دی.

ښاغلي داتو محمد انور د خبرو له لارې د ستونزو حل پرټینګار سربېره ویلي، هېواد یې چمتو دی چې همکاري وکړي.