د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا هېواد لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره ټیلیفوني خبرې کړي.
په دې خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د نقض په تړاو خبرې شوې دي.
رییس الوزرا د اسلامي امارت اصولي دريځ بیان کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان د جګړې پلوی نه دی بلکې پاکستان د افغانستان حریم پر نقض کولو جګړه پیل کړې ده.
ملا محمد حسن اخوند څرګنده کړه، چې د ملي دفاع وزیر په مشرۍ په دوحه کې له پاکستاني لوري سره خبرې روانې دي او موږ هغو خبرو ته د درناوي له مخې پایلې ته په تمه یو.
ورته مهال د مالیزیا لومړي وزیر د افغانستان او پاکستان تر جګړې وروسته په خبرو خوښي ښودلې او د ډیپلوماسۍ له لارې یې د ستونزې پر حل ټینګار کړی دی.
ښاغلي داتو محمد انور د خبرو له لارې د ستونزو حل پرټینګار سربېره ویلي، هېواد یې چمتو دی چې همکاري وکړي.

