جلال بنسټ د خوست اطلاعات او کلتور ریاست سره په همغږۍ او د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ په همکارۍ په افغانستان کې د نولسمې، شلمې او یویشتمې پېړۍ په جریانونو کې د انګرېزي ښکیلاک، شوروي او ناټو یرغلګرو د ماتې په یاد او د افغاني مجاهدینو د بريالیتوبونو د قدردانۍ په اړه غونډه جوړه او رغولي څلو پرانستنه کړې.
دا پرانیستغونډه چې په خوست ښار کې جوړه شوې وه، درې څلي (پر افغانستان د وخت د یرغلګرو کارول شوې وسله) درول شوي، چې د یرغلونو تاریخونه او د هغوی د وروستيو وتلو عسکرو عکسونه هم په تیږو کې حک شوي وو.
په غونډه کې انس حقاني ویلي؛ دا څلي د دریو یرغلګرو د ماتې کیسې راته کوي او دا ملت ځکه ستر دی، چې زموږ په اندازه د ځمکې پر مخ بل هیڅ ملت د خپلواکۍ لپاره دومره سترې قربانۍ نه دي ورکړې.
په یادو څلو کې په ترتیب د وروستي انګرېز ډاکټر برایډن، روسي بوریس ګروموف او امریکایي کریس داناهو عکسونه کښل شوي.
د دې تر څنګ له دغو یرغلګرو څخه د پاتې شویو وسایلو له جملې انګریزی توپ او روسي او امریکایي ټانکونه کېښودل شوي، چې راتلونکو نسلونو ته د تاریخي یادګار په توګه پاتې شي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ موږ ته خدای دا ورځ را پیرزو کړه، چې د دریو تجاوزونو د ټانکونو او توپونو د جنازو پر سر ولاړ یو او د بریا دا ستره ورځ نمانځو.
نوموړي ویلي؛ موږ ته د هغو سترو انسانانو شهیدانو ارمانونه را پاتې دي، چې د تحقق دروند بار یې را په غاړه دی.
حافظ انس حقاني د داخلي عفوې، ورورولۍ، ملي وحدت، هېوادني پرمختګ او له نړۍ سره د تعامل په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي، چې تر دې وروسته افغانان هم باید د نړۍ د نورو ملتونو په څېر علم، د ژوند اسانتیاوې او تولیدات ولري.

