ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني: دښمنان د هېواد ازاده او سوله ییزه فضا نه شي زغملی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د پکتیا مرکز ګردېز په ابداکي سیمه کې د یوې دیني مدرسې په پرانېست غونډه کې ګډون کړی.

یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي؛ اوس د تدريس او زده کړو لپاره ښه چاپېريال رامنځته شوى، نو د پوهنې په برخه کې ښکېل کسان بايد ترې ښه ګټه پورته کړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ د اسلامي امارت موسس امیرالمومنین ملامحمد عمر مجاهد او ځایناستی یې شهيد اميرالمؤمنين ملااخترمحمد منصور د لوی زغم او حوصلې څښتنان وو، لویې ستونزې به يې په سړه سينه هوارولې، له نیکه مرغه اوسنی امیرالمؤمنین له ټولو ښو اوصافو برخمن دی او د امارت صف د نېکو او صالحو امیرانو په وسیله د کامیابۍ مقصد ته رسېدلی.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په ډېرو برخو کې جوماتونه او مدرسې زياتې شوې دي، ځوانانو او قومي مشرانو ته زموږ پیغام دا دی چې د وطن په ابادولو کې د خپلو خلکو ملاتړ وکړي.

خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، دښمنان د هېواد ازاده او سوله ییزه فضا نه شي زغملی، نو باید د متحد ملت په توګه قوي واوسو، ترڅو د دښمنانو شوم پلانونه شنډ شي.

ښاغلي حقاني له یادې مدرسې سره د دوه نیم میلیونه افغانیو مرستې ژمنه کړې.