ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلخ پوهنتون کې د کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه درې ورځینی نندارتون جوړ شوی

بلخ پوهنتون کې د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلینو د هنر په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون جوړ کړی

په یاد نندارتون کې د بلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رييس سکندر مينهيار ویلي، په دې نندارتون کي ۱۸۰۰ ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي، چي د دریو ورځو په موده کې به په بېلابېلو عنوانونو نندارې ته وړاندې شي.

د نوموړي په وينا؛ د دغه نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه د ځوانانو او محصلينو ترمنځ د کتاب لوستلو، مطالعې دودولو او فرهنګ ته وده ورکول دي.

يو شمېر زده کوونکي او محصلین، چي د یاد نندارتون لیدنې ته راغلي وو د دغه نندارتون د جوړېدو هرکلى یې کړی او ویلي يي دي، د کتاب لوستنې فرهنګ د ودي او ځوانانو او محصلينو د هڅوني په برخه کي دا ډول نندارتونونو جوړول ګټور دي.

نوموړو د مسولینو غوښتي، چي دا ډول پروګرامونو دي د ځوانو د علم پرمختګ لپاره نور هم زیات کړي.

د يادوني وړ ده، چي په بلخ کې دوه عامه کتابتونونه او څو خصوصي کتابتونونه شته، چې ځوانانو او محصلينو ته یې د مطالعې زمينه په وړیا توګه برابره کړې.