پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت مرستیال مولوي عبدالولي څارنوال د پلاوي په مشرۍ کندوز ته د ياد وزارت د ولایتي څانګې څخه د لیدنې او څارنې په موخه تللی او هلته یې د کندوز والي ملا نثار احمد نصرت سره لیدنه کړې.
نوموړي ښاغلي نصرت ته د خپل سفر په هکله معلومات ورکړي او د یاد وزارت ولایتي څانګې او پروګرامونو په برخه کې یې د همکاریو غوښتنه کړې.
د کندوز والي د وزارت مرستیال مولوي عبدالولي څارنوال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی.
ملا نثار احمد نصرت په خپلو خبرو کې د مسولیتونو اصلي موخه د الله تعالی رضا او د ولس خدمت یاد کړی او دغه موخه یې د ټولو ګډ مسولیت بللی، چې په شریکه به ورته کار کیږي.

