د ملی دفاع وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو فرقې د عالي زده کړو ښوونځي له تخصصي دیپارتمنت څخه د ۱۴ اونیو په موده کې د پرمختللو مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته ۴۸۰ تنه مجاهدین فارغ شوي.
په دغه مراسمو کې د ځانګړو ځواکونو د فرقی قوماندان نصرت حاجی لالا، د ځانګړو ځواکونو د فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد عمري، د فرقې درستیزوال او ګڼ شمېر مسولینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.
مسولینو په ویناوو کې فارغ شویو مجاهدینو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ خپلو مسولیتونو ته متوجه کړي او له هغوی څخه يې غوښتي، چې تر لاسه کړې مسلکي زده کړې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړي.
فارغ شویو مجاهدینو د اسلامي نظام د ساتنې، د هېواد دفاع او په هر ډول حالاتو کې د هېوادوالو خدمت لپاره چمتوالی ښودلی.

