د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د خصوصي تحصیلي بنسټونو له یو شمېر استازو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي او له هغوی څخه یې مننه کړې، چې د افغانستان د تحصیلي نظام سره همکار دي.
شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د خصوصي پوهنتونونو استازو ته ویلي؛ موږ ستاسو ملاتړ کوو، له تاسو سره د همکارۍ هوډ لرو او هڅه کوو چې په هره برخه کې اسانتیاوې درته رامنځ ته کړو.
د خصوصي پوهنتونونو څخه راغلو مسولینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د سرپرست وزیر سره شریک کړي.
نوموړو په خپلو خبرو کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له پالیسۍ او په چارو کې له هر اړخیزې همکارۍ مننه کړې او د همغږۍ په برخه کې یې ځينې وړاندیزونه شریک کړي، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.

