د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چین هېواد د ایپيکس ۲ شرکت له رییس بای ین او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې د ایپیکس ۲ شرکت ريیس د افغانستان پر طبیعي زېرمو په ځانګړې توګه د فلورایټ، سیمنټ، طلا، سرب او مس کانونو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان په کانونو باندې یې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان کانونو په برخه کې د هغوی د لېوالتیا څرګندولو ترڅنګ ویلي؛ افغانستان د کانونو له پلوه یو بډایه هېواد دی، ټول بهرني پانګوال کولی شي په قانوني توګه په داوطلبۍ کې ګډون او پانګونه وکړي.

