ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: سوداګر او پانګوال د یوې ټولنې د پراختیا او پرمختګ اصلي لاملونه دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد یو تن ملي تاجر خلیل ځدراڼ سره لیدنه کړې.

خلیل ځدراڼ ویلي، په هېواد کې د پانګونې په برخه کې تاجرانو او پانګوالو ته مهمه مسله د هغوی د ځاني او مالي امنیت تامین او همدارنګه د اسلامي امارت له لوري د دوی ملاتړ او ورته د اسانتیاوو برابرول دي، چې له نېکه مرغه اسلامي امارت د پانګوالو او د هغوی د پانګو امنیت په ښه توګه تامین کړی دی.

همدارنګه یې زیاتې اسانتیاوې په پام کې ورته نیولي او دا په هېواد کې پانګونې ته د پانګوالو د هڅونې لامل کېږي.

نوموړي همدارنګه د سوداګرۍ په چاره کې د ټرانسپورټ او د مالونو د لېږد رول ته اشاره کړې او د اسلامي امارت مسوولینو څخه یې غوښتي، چې د سوداګریزو مالونو لېږد رالېږد او مواصلاتي لارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال تاجران او پانګوال د یوې ټولنې د پراختیا او پرمختګ له اصلي ارکانو څخه ګڼلي او زیاته کړې یې ده؛ اسلامي امارت د صادراتو، تولیدي فابریکو او د کانونو کېندنې په برخو کې داخلي او بهرنیو پانګوالو ته زمینه برابره کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي له ملي او بهرنیو تاجرانو او هغو افغانانو څخه چې له هېواده بهر په سوداګرۍ بوخت دي غوښتنه کړې، چې له دې فرصت څخه په استفادې د هېواد په پراختیا او ابادۍ کې ونډه واخلي.