د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د اکتېډ مرستندويه موسسې له خوا میدان وردګ ولایت په اوله حصه بهسود، مرکز میدان ښار او جلرېز ولسوالیو کې د کلیو بیارغونې ریاست په چوکاټ کې د ۱۶۵ لویو او وړو پروژو کار پیل شوی.
د میدان وردګ والي قاري بختيار معاذ د اکتېډ موسسې له مسولینو مننه کړې، چې ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې او له خلکو یې غوښتنه کړې، چې د یادو پروژو په تطبيق کې د اکتېډ موسسې له مسولینو سره په اخلاص کار وکړي.
د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال د اکتېډ موسسې مسول بشيراحمد اورياخېل ویلي، په دغه پروژو کې د سړکونو جغل اندازي، د اوبو کانالونو پاکول، پلونه او پلچک جوړول شامل دي، چې پینځه زره او ۵۶۸ کسانو ته به د کار زمینه برابره شي او د يوې مياشتې په موده کې به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
ځایي اوسیدونکي د کلیو پراختیا ریاست او مرستندويه موسسو له مسولینو مننه کوي، چې دوی ته یې د کار زمینه برابره کړې او له یادو بنسټونو غواړي، چې ولس ته د بنیادي پروژو د پلي کیدو هڅه وکړي.

