د ټولګټو وزارت سرپرست د بغلان دوشي ولسوالۍ ته سفر په ترڅ کې د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت له امر سره د سالنګ بدیلو لارو په نظم خبرې کړي.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني ویلي، چې د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوي او دغه لاره د هر ډول موټرو د تګ راتګ پر مخ تر نامعلومې نېټې تړل شوې.
نوموړي زیاته کړې، د شېبر او خاواک لارې د سالنګ د بدیلې لارې په توګه انتخاب شوي دي او امنیه قومنداني هڅه کوي څو مسافرو ته په دې لارو کې ترافیکي او امنیتي اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
د ټولګټو وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني د شمالي سالنګ په لاره د موظفو امنیتي مسولینو له هڅو ستاینه کړې چې پر وخت یې د بې نظمۍ په لمنځه وړلو او دغه راز د سالنګ د بیارغونې په برخه کې د ټولګټو وزارت له کارکوونکو سره همکاري کړې.
موټر چلوونکي د سالنګونو د بیارغونې د کار له پیلېدو خوښ دي او هیله څرګندوي چې دا ترمیم به په معیاري ډول سره ترسره شي.
د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو او ګڼو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

