غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې دغه ولایت ته ۱۲ بهرني سیلانیان د کاناډا، جرمني، پاکستان او فرانسې هېوادونو څخه راغلي، چې د یاد ولایت له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه یې لیدنه کړې.
یادو سیلانیانو د غزني د اطلاعاتو او کلتور له رییس ملا حمید الله نثار سره په لیدنه کې ویلي؛ چې دلته ډاډمن امنیت د دې سبب شوی، چې له بهر څخه سیلانیان افغانستان ته راشي او له زیاتو تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړي.
د غزني اطلاعاتو او فرهنګ رییس په دې لیدنه کې سیلانیانو ته د غزني د تاریخي او طبیعي جاذبو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي، چې په ډاډه زړه د هېواد هر ځای ته سفر کولای شي.
د یادوني وړ ده چې د کال له پیله تر دې مهاله ۱۶۲ بهرنۍ سیلانیانو له غزني ولایت څخه لیدنه کړې.

