ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست د بېلابېلو ولایتونو له رییسانو سره لیدنه کړې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري د خپل کاري سفر په جریان کې د سمنګان له امر مولوي سید محمد، د بلخ له رییس مولوي عبدالحبیب، د جوزجان له رییس مولوي غلام نبي صمیم او فاریاب له رییس مولوي محمدمیر صارم سره د یوې ناستې په ترڅ کې لیدنه کړې.

ملا نورالله نوري د دې ناستې هدف له ولایتي رییسانو سره هماهنګي د دوی د ستونزو اورېدل او د قومونو ترمنځ یووالی یاد کړی.

نوموړي له ولایتي رییسانو غوښتي، چې د خپلو کارونو په جریان کې دې له غور او پاملرنې څخه کار واخلي او د خلکو ستونزو حل په برخه کې دې هر ډول همکاري وکړي.