د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمجید اخوند هرات ولایت ته د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي ارزونې په موخه سفر کړی او هلته یې د ياد رياست له مسولينو او کارکوونکو سره له نږدې لیدنه کړې.
ملا عبدالمجید اخوند همداراز د هرات ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رييس مولوي علاو الدين سعد سره هم لیدنه کړې او د یاد ریاست پر وړاندې یې شته ستونزې او ننګونې اوریدلي او د حل په برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی.
سرپرست وزیر د یاد رياست رییس او کارکوونکو زیار او هر اړخیزې هڅې ستایلي او ورته یې په چارو کې د برياليتوب هیله څرګنده کړې.

