ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو سرپرست وزیر کاپيسا کې د کاري پروژو څخه لیدنه کړې

د ټولګټو سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني د یاد وزارت ځينو رییسانو په ملتيا کاپیسا ته په رسمي سفر کې د دغه وزارت له پروژو څخه نظارت او لیدنه کړې.
سرپرست وزیر له ګلدان څخه تر ګلبهاره د ۱۶ کيلو متره سړک او استنادي دېوال د ترمیم او رغونې، له ګلدان څخه تر تپه احمد بيکه د شپږ پايې پلګوټو د ترميم، له احمد بیک څخه تر شينکۍ دوه لارې د څلور پايې پلګوټو د ترمیم، له پل صياد څخه تر ده باباعلي سيمې د سړک فرش د ترمیم او د تګاب ولسوالۍ د تلې (ترازو) د رغنیزو چارو له جريان څخه لیدنه کړې او د پروژو د لا ښه تطبيق په موخه يې مسولینو ته لازمې لارښوونې کړي.
یادې پروژې د ۹.۴ ميليونه افغانيو په ارزښت له بیلا بیلو شرکتونو سره قرارداد شوې دي.
همداراز د کاپيسا والي قاري احسان الله بريال د ټولګټو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د کار لاندې پروژو او د خلکو د ټرانسپورټي ستونزو په اړه خبرې کړي او د سروبي مسير د سړک ویجاړو برخو د ترميم، د اله سای ولسوالۍ د سړک ترميم، د ۳.۵ کيلومتره په اوږدوالي سره د بدرآب سړک د رغولو او د چورغل پل د ترميم غوښتنه کړې.
ملا محمد عیسی ثاني د ياد سفر په ترڅ کې د کاپیسا بېلابېلو مسیرونو له سړکونو څخه لیدنه کړې او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د هغو پروژو کار دې د مالي بودیجې په نظر کې نیولو سره په پلان کې شامل کړي، چې د یاد ولایت او قومې مخورو یې غوښتنه کړي وه.
د بشري سرچينو رییس او د وزارت د مالي چارو کارپوه د کاپيسا د ټولګټو ریاست د مالي او بشري سرچينو له څانګو بيا کتنه او ارزونه کړې او د چارو د لا ښه والي په موخه يې د ياد رياست کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې کړي دي.