د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له رییس مولوي عبدالحنان عارف الله سره لیدنه کړې.
په لیدنه کې دواړو لورو اهل کار ته د کار پر سپارلو ټینګار کړی او د تشو بستونو د اعلان، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ریاست له لارې د ازموینو اخیستلو او په دې اړه د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کرنې وزارت د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات شریک کړي او د کرنې وزارت د کاري چارو په برخه کې یې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړی.
دغه راز یې د اداري اصلاحاتو ریاست ته د تشو او تخصصي بستونو د خبرتیا او ازموینې اخیستلو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.
د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریيس د اداراتو د اداري کارکوونکو پر مسلکيتوب ټينګار کړی او غوښتنه يې کړې، چې تش بستونه دې د اداري اصلاحاتو رياست ته د خبرتيا او ازموینې لپاره وسپاري.

