ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلخ والي د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سره لیدنه کړې

د بلخ والي محمدیوسف وفا د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال سیدکریم هاشمي سره لیدنه کړې.

په یادې لیدنه کې سوداګر په افغانستان کې پانګي اچونې ته د رابللو، له افغان سوداګرو سره د بهرنیو سوداګرو ګډې سوداګرۍ پيلولو او همداراز افغانستان کې تجارت ته پرمختګ ورکولو اړوند بحث شوی.

د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د خپلو کارونو، پلانونو او فعاليتونو په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندي کړي او ویلي يي دي، چې په هېواد کې د سوداګرۍ په برخه کې د تېر په پرتله د پام وړ پرمختګ راغلی او کارونه په چټکۍ او منظم ډول دوام لري.

 نوموړي زیاته کړې، بلخ یو له هغو مهمو ولايتونو څخه شمېرل کیږي، چې د ازبیکستان هېواد سره ګډه پوله لري، چې د هېواد اقتصادي پرمختګ په برخه کي رغنده رول لوبولای شي.

د بلخ والي د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ اوس د خدمت کولو ښه وخت دی، ټول هېواد کې امنیت تأمین دی، سوداګرو او پانګوالو ته هیڅ ډول ستونزه نشته او له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکو کې ښه والی راغلی.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان هر وګړی باید د هېواد د ابادۍ، ښېرازۍ او پرمختګ په برخه کې پوره کوښښ وکړي، تر څو زمونږ هېواد د پرمختللو هېوادونو په قطار کي راشي.