ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير د هرات والي سره لیدنه کړې

ملا عبدالمجید اخوند چې هرات ته د شهیدانو وارثینو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو  حل او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي ارزونې په موخه سفر کړی وو، د هرات والي مولوي نورالدین احمد اسلام‌جار سره لیدنه کړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د هرات والي څخه د شهیدانو ورثو او معلولینو سره له مرستې او همکارۍ مننه کړې او له نوموړي څخه یې غوښتي، ترڅو په یاده برخه کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.

د هرات والي مولوي نورالدین احمد اسلام‌جار د یاد ولایت شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنې او خدمتونه ستایلي او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د شهیدانو له یو شمیر وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې کتلي، د هغوی ستونزې یې اوریدلي او  ۴۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورسره شوې.