ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د چین سفارت پرانیستلو هر کلی کړی

د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت نوي ټاکل شوي سفیر د باورلیک کاپي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته سپارلې.

د بهرنیو چارو وزیر د چین سفیر ته د بهرنیو چارو وزارت له خوا د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی، د افغانستان او چین ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې ځانګړې وګڼلې او زیاته یې کړه چې د چین ولسي جمهوریت له خوا د افغانستان اسلامي امارت لپاره د ښاغلی جاو شینګ د نوي سفیر په توګه ګومارنه معنا لرونکی اقدام دی او د پام وړ پیغام لري.

مولوي امیر خان متقي هیله څرګنده کړې، چې د چین د نوي سفیر له پیژندلو سره به د افغانستان او چین ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې خپلې لوړې کچې ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوس د افغانستان او چین د دوو اړخیزو اړیکو د غوړېدو لپاره ډېر فرصتونه رامنځ ته شوي دي، چې دواړه لوري ترې ښه ګټه پورته کړي.

د چین نوي سفیر ویلي، چې افغانستان کې د سفیر په توګه د کار پیل ویاړ بولي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي نېکې هیلې يې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړي.

ښاغلي جاو شینګ هم په ګڼو مواقعو کې د چین ولسي جمهوریت په تړاو د افغانستان له مثبت دریځ هرکلی کړی او په ځانګړې توګه یې د واحد چین سیاست له کبله د افغانستان ملاتړي دریځ مننه کړې.

 د چین نوي سفیر زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او هېڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

 د نوموړي په وینا، تېرو دوو کلونو کې افغانستان د پام وړ اقتصادي پرمختګ کړی دی، امنیت ښه شوی، د جرایمو پرخلاف ښه مبارزه شوې او همداراز په تېر دوو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي.

د چین سفیر خپله ژمنه تکرار کړې، چې د چین د سفیر په توګه به د افغانستان او چین د دوو اړخیزو اړیکو د پياوړتیا لپاره لا زیاتې هڅې کوي.