د ایبک – پلخمري لویې لارې د بیارغونې کار د سمنګان د والي عبدالاحد فضلی، د یاد ولایت د ټولګټو درییس او د سیمه اییزو مسولینو په شتون کې رسماً پیل شوی.
د ایبک ۔ پلخمري دغه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ترمیم او بیا رغونې کار یې د ټولګټو وزارت او اریا رسولي ودانیز او سړک جوړنې شرکت ترمنځ د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سره قرارداد شوی دی.
د یادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.