د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې یوولسمه غونډه کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو بحث او په اړه یې پریکړې وشوې.
په دې غونډه کې پلاوي ته دنده سپارل شوې، څو د هرات ولایت اسلام کلا او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تاسیساتو، د درملو د لابراتوارونو او نورو وسایلو اړوند بررسي وکړي او پایله یې د ریاست الوزرا مقام سره شریکه کړي؛ ترڅو یې په اړه اقدامات ترسره شي.
همداراز د نوي کابل ښارګوټي په اړه هم بحث وشو، چې له پلان سره سم دې د ابادۍ چارې پرمخ یوړل شي او نورې ادارې دې له کور او ښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي.

