په عمان کې د افغانستان سفیر حافظ عمر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیخ خلیفة بن علي بن عیسی الحارثي سره لیدنه کړې.
په عمان کې افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت سربېره؛ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي دي.
همداراز یاد سفارت زیاته کړې، چې په یاد هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د ښهوالي غوښتنه شوې ده.
ورته مهال د عمان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیخ خلیفة بن علي بن عیسی الحارثي د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

