د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال محمد ابراهیم صدر د یو پلاوي په ملتیا نورستان ولایت ته رسمي سفر کړی.
یاد وزارت وایي، چې د ياد سفر په ترڅ کې، ستر پاسوال ښاغلی صدر له ولایتي مسولینو، علماوو، قومي مخورو او ولسي خلکو سره غونډه کړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین د لارښوونو په رڼا کې یې مهمې سپارښتنې شریکې کړې دي.
په دې غونډه کې د نورستان والي قاري زین العابدین عابد، د یاد ولایت امنیه قومندان مل پاسوال اختر محمد مزمل، د نورستان او لغمان ولایتونو مرستیالانو، ملکي او نظامي مسولینو، ولسوالانو، علماوو، قومي مخور او ولسي وګړو ګډن کړی وو.
په پیل کې د نورستان والي قاري زین العابدین عابد ویلي، چې په یاد ولایت کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی او د امنیتي او ملکي ادارو ترمنځ ښه همغږي شتون لري.
وروسته، ستر پاسوال محمد ابراهیم صدر د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې پر یو لړ مهمو موضوعاتو ټینګار کړی، چې پکې د نشهیي توکو پر وړاندې جدي مبارزه، له قومي تعصب او تفرقې څخه ځان ساتل، د یو ارګان په چارو کې د بل ارګان نه مداخله، د سیرت او صورت اصلاح، د امنیتي ځواکونو منظم او مسلکي چلند، د رسمي یونیفورم کارول، د رسمي وخت پر مهال د ځیرک موبایل نه استعمال او له ولس سره ښه او نرم چلند شامل وو.
دغهراز نوموړي د ولس د همکارۍ او قربانیو ستاینه کړې او مسولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي صدر زیاته کړې، چې مسولین باید ولسوالیو ته سفرونه وکړي، د ولس له ستونزو ځان خبر کړي او د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.
همدارنګه په غونډه کې د قومونو په استازیتوب شيخ محمد نور او حافظ عبدالقیوم ویناوې کړې دي.
دوی د نورستان والي د ښه رهبریت ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې په دې ولایت کې د ابادۍ او پرمختګ لپاره کوټلي ګامونه اخیستل شوي دي.
دغهراز دوی د نورستان ولسونو ستونزې او غوښتنې هم شریکې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې د یاد ولایت ولسونه د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ دي او د نظام د دفاع لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو دي.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر د خپل سفر په ترڅ کې د نورستان والي، امنیه قومندان، د امنیتي ادارو مسولینو، علماوو او قومي مشرانو سره جلا ـ جلا لیدنې او ناستې هم ترسره کړې دي.

