د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په لېندۍ میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۴۹۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۴۳ ښځینهوو په ګډون یو زر او ۳۲۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۶ ښځینهوو په ګډون، یو زر او ۱۷۸ نور له هېواده وتلي دي.
له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې یو زر او ۳۰۵ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۱۵ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له ډلې یې ۱۹۶ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (۹۱۹) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۳۰۸ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د فاریاب اقینې بندر، د بلخ هوايي ډګر او حیرتان بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.

