له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه نېټه د وخت شوروي اتحاد د افغانستان پر پاک حریم تجاوز او یرغل وکړ او خپل زرګونه اشغالګر پوځونه يې زموږ خاورې ته را دننه کړل.
د لس کلن اشغال او خورا سترو ظلمونو په پایله کې يې زموږ هېواد له هرې خوا زیانمن کړ، میلیونونه افغانان يې له خپل هېواد څخه هجرت ته مجبور، شهیدان او معیوب کړل؛ خو لله الحمد پر وړاندې يې زموږ غیورو او مسلمانو خلکو په میړانه جهاد وکړ، چې په پایله کې يې وروسته له لسو کلونو څخه شوروي سرو لښکرو په افغانستان کې د الله جلا جلاله په نصرت سره ستره ماتې وخوړه او زموږ مظلوم خلک يې له شر او اشغال څخه خلاص شول.
د تاریخ دغه ستره پيښه له یوې خوا دا پيغام لري، چې باید د نړۍ هېڅ مغرور ځواک د افغانستان مسلمانو او غیورو خلکو په ایمان، ننګ او پخه اراده باندې شک ونه لري.
همدا ډول ثابتوي، چې زموږ خلک که هر څومره مظلوم او بېچاره واقع شي، خو د خپل رب جل جلاله د حکم (جهاد) په عملي کولو او د اشغال څخه د خپل وطن د خلاصولو او فتحه کې روڼ تاریخ لري، چې په نږدې يوه پيړۍ کې د درېیو سترو قوتونو د اشغال څخه خلاصون فتحه او د هغوی مفتضحانه ماتې دا ستر حقیقت روښانه کوي.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې زموږ په حریم باندې د پخواني شوروي اتحاد یرغل یوځل بیا غندي، پر خلکو غږ کوي، چې د خپلې خاورې د ازادۍ او خپلواکۍ د ساتنې لپاره تل چمتو واوسي او هېچاته اجازه ورنهکړي، چې زموږ د اسلامي نظام، عقیدې، هېواد ، ارزښتونو او خلکو پر وړاندې شومې دسیسې او ناسمې ارادې عملي کړي.
اسلامي امارت به شپه او ورځ د خپلو دیني ارزښتونو، اسلامي نظام، وطن او مسلمانانو د دفاع او تحفظ لپاره خدمت او هڅو ته دوام ورکوي. ان شاءالله تعالی
د افغانستان اسلامي امارت

