د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په لېندۍ میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۲زره او ۱۳۷ کسانو ته زېږونکارتونه وېشلي، چې اووه زره او ۶۶۷ یې د لویانو او څلور زره او ۴۷۰ یې د ماشومانو دي.
ارقام ښيي چې د روان کال په لېندۍ میاشت کې تر ټولو زیات زېږون کارتونه (اووه زره او ۴۱۹) کابل کې وېشل شوي او تر کابل وروسته، خوست د یو زر او ۳۹۰، بلخ د ۸۶۰، ننګرهار د ۸۳۴ او هرات د ۲۷۶ زېږون کارتونو په وېشلو د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.
له بل لوري ارقام څرګندوي چې شپږ زره او ۹۶۴ زېږون کارتونه د مرکز کابل او په ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې ۵ زره او ۱۷۳ نور یې په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت آمریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو لهخوا وېشل شوي دي.
همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال لېندۍ میاشت کې د ټول هېواد په کچه دوه زره او ۱۹۴ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې، چې تر ټولو زیاتې هغه یې په کابل، کندهار، کندوز، خوست، جوزجان او پکتیا ولایتونو کې دي.

