د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان زېږدیز کال په نهمه ټلیفوني اړیکه کې د اوکراین بحران او د دغه بحران د پای ته رسولو د حللارو په اړه خبرې کړي.
رویټرز خبري اژانس د روسیې ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف له قوله ویلي، په دې اړیکه کې دواړو لوریو د اوکراین بحران د پای ته رسولو بهیر د څارنې لپاره په اقتصادي او امنیتي برخو کې د دوه ګډو کاري ډلو جوړولو باندې هوکړه کړې ده.
د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو مشرانو د اوکراین او اروپا د لنډمهاله اوربند د طرحې مخالفت کړی او د کییف پر قاطع سیاسي پرېکړه یې ټینګار کړی دی.
د دې خبرو اترو د بحث یوه موضوع د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د امکاناتو ارزونه هم وه.

