په بغلان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه له ۴۰۰ څخه زیات مجاهدین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت هم ګډون درلود.
په دې مراسمو کې مولوي غلام حیدر شهامت ویلي: “د اشغال پر وړاندې د جهاد پر مهال مې یو له هیلو دا وه، چې مجاهدینو ته د زدهکړو زمینه برابره شي او اوس چې دغه هیله په حقیقت بدلېږي واقعاً ډېر د خوښۍ احساس لرم.”
نوموړي زیاته کړې، چې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د زرګونو مجاهدینو فراغت د افغانستان اسلامي امارت له لویو لاستهراوړنو څخه دي.
ښاغلي شهامت څرګنده کړې، چې مخلص او ژمن مجاهدین د اسلامي نظام د بقا لامل دي او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لخوا د مجاهدینو د روزنې پروګرام د همدې موخې ترلاسه کولو لپاره طراحي او پلي شوی دی.
په ورته وخت کې، مولوي غلام حیدر شهامت د مجاهدینو د کچې د ثبات په برخه کې د پوهنې وزارت او همدارنګه د لوړو زدهکړو وزارت د همکارۍ څخه مننه او قدرداني کړې، چې دوی ته یې د زدهکړې د دوام فرصت برابر کړی.
د یادونې وړ ده، له دې وړاندې د خوست، ننګرهار، پکتیا، بلخ او نورو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې او مدیریت برخو څخه سلګونه مجاهدین فارغ شوي.

