ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران او افغانستان د کاري ځواک پر تبادلې ټینګار شوی

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د ایران د تعاون، کار او ټولنیزې سوکالۍ وزارت له مرستیال سید مالک حسیني سره د دوه اړخیزو کاري، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د کاري ځواک پر تبادلې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر پراختیا او ایران کې د افغان کډوالو د حقونو په ورکړې خبرې کړې دي.

 په دې لیدنه کې ښاغلي عمري افغان کډوالو ته د کاري جواز پر ورکړې او ایران کې د افغان کارګرو د کاري او انساني حقونو پر خونديتوب ټینګار کړی دی.

دغه راز سید مالک حسیني ویلي، چې ایران د ګډو پروژو پلي کولو، د ماهرو کارګرو او کاري ځواک منظم لېږد سربېره افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پروګرامونو پلي کولو کې ګډې همکارۍ ته چمتو دی.

همدا راز ښاغلي حسیني د دوه اړخیزو موضوعاتو د څارنې په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته د تهران د سفر بلنه ورکړې ده.

په پای کې دواړو لوریو ژمنه کړې، چې د کاري فرصتونو، د کاري بازارونو پر پراختیا، د فني او حرفوي زده‌کړو، کډوالو چارو او د انساني همدردۍ پر بنسټ، خپل تعاملات نور هم پراخ کړي او په دې برخه به کې کوټلي ګامونه واخلي.