ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران کې د لاریونونو ۱۴مه ورځ؛ د دې هېواد په ټولو برخو کې انټرنېټ پرې شوی

په ایران کې لاریونونه ۱۴مې ورځې ته غزېدلي او د دې هېواد ډېرو ښارونو ته پراخ شوي.

ایران کې سراسري لاریونونه چې د ډسمبر وروستیو کې د اقتصادي بحران په غبرګون کې پیل شوي ۳۱ولایتونو ته غځېدلي دي.

 ورته مهال د لاریونونو په پراخېدو سره په ټول ایران کې انټرنېټ قطع شوی، هغه موضوع چې پر انټرنېټ د څار سازمان (Net Blocks)تایید کړې.

 د ایران د بشر حقونو سازمان اعلان کړی، چې د دې لاریونونو په پایله کې تر دې دمه څه کم ۴۵ تنه لاریون کوونکي او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او سلګونه تنه ټپیان دي.

 ورته مهال د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په ښارونو کې وضعیت ارام دی.